ایکنانیوز د اسلامي ارتباطاتو او کلتور د ادارې د عمومي اړیکو د برخې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پنجاب صوبې د اوقافو اود یني چارو پخواني وزیر سید سعید الحسن شاه په لاهور کې دایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې په شتون سره د ایران له کلتوری آتاشي جعفر روناس سره کتنه او ددواړو هیوادونو ترمینځ ددیني او کلتوري ملګرتیاؤ د لارو چارو په باب خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د پنجاب صوبې د دیني چارو او اوقافو پخواني وزیر په دغې کتنې کې د اوقافو او دینی چارو له وزارت سره په لاهور کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونې دملګرتیاؤ قدرونه اوستاینه وکړه.
په دوام کې د پاکستان د پنجاب صوبې د اوقافو د ادارې په وسیله د قرآن دنړیوالو سیالیو دترسره کیدا موضوع او په لاهور کې د ایران دکلتوري خونې په ملګرتیا سره ئې دترسره کیدا په باب هم دنظر تبادله وشوه او دواړو لورو د دواړو ملتونو د ورورولۍ د اړیکو په پراختیا او په مختلفو کلتوري حوزو کې د تجروبو پر مبادلې ټينګار وکړ.
ددغې کتنې په پاي کې روناس د یاددښت او د رسم په توګه د پنجاب د اوقافو او دیني چارو پخوانی وزیر ته د ؛محمود رحیمي؛په نامې سره دیوه ایراني هنرمند دخوشنویسئ د یوه پورټریټ هم ډالۍ کړ.